د "غیرت یا ناموس" په نوم تاوتریخوالی څه شی دی؟
په یو شمېر کورنیو کې دا خورا اړینه ده چې د کورنۍ ټول غړي شدید اصول رعایت کړي. له دې امله، د کورنۍ شهرت (په اصطلاح “غیرت”) باید وساتل شي، رواج په پام کې ونیول شي او دیني احکامو ته درناوی وشي. ښځې او انجوني باید ډېر احتیاط وکړي او پيروي وکړي او خپل نظریات او غوښتنې مشخصې کړي. زامن او ځوانان باید له قید او شرط پرته د خپلو والدینو خبرو ته غوږ ونیسي او کورنۍ د آبرو یا شهرت له ساتنې سره مرسته وکړي.