سلا مشوره او مرسته

سلا مشوره – څه ډول ترسره کېږي؟

کله چې تاسو د خپلې کورنۍ یا خاوند له لوري جبر یا تاوتریخوالی تجربه کوئ او د مرستې په لټه کې وئ، موږ به له تاسو سره مرسته وکړو. سلا مشوره تل وړیا وي او د غوښتنې په صورت کې کیدای شي بې نومه وي. زموږ ټولې سلاکارانې ښځې دي. که چېرې تاسو په ښه ډول په جرمني ژبه خبرې نشئ کولای، کولای شو سلا مشوره په بله ژبه لکه، د ښځینه ژباړنې په مرسته ترسره کړو،

د مرستې موندل

آیا غواړئ سلا مشوره ترلاسه کړئ؟ دلته تاسو کولای شئ وګورئ چې د سلا مشورې کوم مرکز تاسو ته نږدې دی او څه ډول کولای شئ له هغوی سره اړیکه ونیسئ.

د لومړي بحث په لړ کې تاسو کولای شئ هغې ته د خپل حالت په اړه ووایئ. سلاکاره هر هغه څه محرم ساتي چې تاسو یې ورته وایئ (له هغو مواردو پرته چې ژوند په خطر کې وي یا ماشوم له خطر سره مخ وي). هغه ستاسو تر څنګ ده او ستاسو سره مرسته کوي. هغه د ژوند اړوند ورته حالتونونو کې ډېره تجربه لري او پوهېږي چې څه شی باید ترسره کړي.

هغه به ستاسو په اړه د حل تر ټولو غوره لاره چاره په پام کې ونیسي: ځینې وخت له کورنۍ سره بحث کول هم مرسته کولای شي. په همدې حال کې، ځينې وخت هغه کسان چې د مشورې غوښتنه کوي نشي کولای نور له دې شرایطو سره ځان برابر کړي او غواړي خپله کورنۍ یا خاوند پرېږدي. په دې صورت کې به موږ له تاسو سره مرسته وکړو او د اوسمهال لپاره به د اوسېدو لپاره یو مناسب خوندي ځای برابر کړو.

Hilfe gegen Gewalt im Namen von "Ehre" Anonym
Hilfe gegen Gewalt im Namen von "Ehre" Beratung

یو شمېر هغه کسان چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی وي پریکړه کوي چې د مجرم په اړه راپور ورکړي تر څو تاوتریخوالی پایته ورسېږي او هغه(ې) ته جزا ورکړل شي. که چېرې تاسو دا کار ترسره کول غواړئ، موږ به له تاسو څخه ملاتړ وکړو. موږ به له تاسو سره د بېلابېلو غوراویو په اړه بحث وکړو. له شک پرته، تاسو باید په سمدستي توګه پریکړه ونه کړئ. همداراز کله چې تاسو ډاډه نه یاست چې دقیقاً څه شی غواړئ یا زیات وخت یا بحثونو ته اړتیا لرئ، موږ به له تاسو سره مرسته وکړو. پریکړه په تاسو پورې اړه لري – ستاسو د غوښتنې پر خلاف هیڅ شی نه ترسره کېږي.

یو شمېر اغیزمن شوي خلک یوازې یو ځل زموږ سره اړیکه نیسي او ځینې نور بیا د اوږدمهال لپاره زموږ سره په اړیکه کې وي. موږ به تر هغه وخت پورې ستاسو تر څنګ و تر دې چې نور زموږ مرستې ته اړتیا ونه لرئ.